د څلور اړخیزی تفاهم لیک، لاسلیکیدل

د همغږی عالی کمیسیون د شپږمی غونډی د پریکړو مطابق او د پیسو وینځلو او د جرمونو څخه د راپیداشوو عوایدو مخنیوی قانون د احکامو د ښه تطبیق په موخه او همداراز د مالی اقداماتو کاری ځواک FATF د دویمی سپارښتنی پر بنسټ، د پیسو وینځلو، د قاچاق د مخنیوی او نورو مالی جرمونو د مخنیوی په پار د ښه همغږی د رامنځ ته کیدو په موخه د افغانستان مالی رپوټونو او معاملو د شننې مرکز او د مالیی محترم وزارت د ګمرکونو عمومی ریاست، داستخباراتو محترم عمومی ریاست داقتصادي چارو ریاست، دکورنیوچارو د محترم وزارت دسرحدي پولیسو لوي ریاست سره په 23/12/1402 نیټه د مالوماتو شریکولو څلور اړخیزه تفاهم لیک د بیا کتنی وروسته بیا ځلی لاسلیک کړ.

د دی تفاهم لیک د لاسلیک کولو په ترڅ کی به د ګمرکي محصول څخه تیښته، د اسعارو د قاچاق، د قیمتی ډبرو او د مخدره موادو د قاچاق څخه تر ډیره بریده مخنیوی وشی او د بلخوا د ا.ا.ا په عوایدو کی به زیاتوالی راشی.